كلمات زخمی مازیګر
زخمی مازیګر
نه به چرسی ده چرسو واوړي
نه به عاشق د معشوقې واخلي لاسونه
خدایه زما جانان زما کړی
که زما نشی بیا دی توری خاوری شینه
لالیه ما د ځان سره کړه
زه دی په مټ لکه بیرغ ولاره یمه
ارمان به وکړي وخت به تېروي
بیا به وطن را پسې ګورې نه به یمه
د بیلتانه زور مې لیدلی
که دي رضا کړم بیا دي نه خفه کومه
زړګی می یو وو چی تا یوړه
ګلاب خو ندی چی به بیا سپړی ګلونه
خلک کور وګوري لور ورکړي
ادکې! زه دې په لېوانو ماته کړمه
په غم كی ستانه كمه نه یم
لیونۍ نه یم چی به كلی خبرومه
زړګۍ مي یو وو چي تایوړه
تشي پنجري په سینه څله ګرځوومه.