وفی اعلانی نه پيدا کېږمه که لارې که کوڅې لټووم داسې دې ورک کړم چې تمامې دروازې لټووم وفی اعلانی د کوم موسی مخې ته ودرېږم وژاړم او د بېخودۍ په ساز به څومره هديرې لټووم وفی اعلانی ته خو پرادي ماښام ته کېناستې دودونه کوې زه به مې زنې ته د کوم زیارت کيسې لټووم وفی اعلانی زما په حال باندې دې نه سوزېږي نه دې ژاړي که هديرو کې غرغړې کړم که ايرې لټووم وفی اعلانی زما په سترګو پسې درده زیاتي مه توېږه نه دې رانجه راټولوم نه دې آئینې لټووم