چی می ده یار کلی کی ږوند کولای یا مې لمن نه پیڅکه پرې کړئ یا مې باڼۀ ورته لوګی کړئ یار مې مرینه چی می ده یار کلی کی ږوند کولای په تور پیک ي مې لالی بایلود په سور ټیکري به د کړ کۍ پردې ګنډمه چی می ده یار کلی کی ږوند کولای اوس مې د زړۀ رضاګۍ نشته لالی دې لارې بدلوي چې هر خوا ځینه چی می ده یار کلی کی ږوند کولای دیواله ټینګه تکیه راکړه زۀ د بې ننګو له تکیو لویدلی یمه چی می ده یار کلی کی ږوند کولای کډې دې يوسي خپه نۀ يم په شا دې نۀ ګوري چې زړۀ مې پسې چوينه